ننګرهار کې د نیالګیو د لګولو پسرلنی کمپاین پېل شو
زمونږ خبریال وايي د افغانستان د ننګرهار د کرنې ریاست مرستیال قاری فضل الرحمن صادق نیالګیو د لګولو د پسرلنې کمپاین د پیلولو پرمهال وویل سږ کال یې دا کمپاین تر دې نامه لاندې چې یوه ونه دځان اوبله د افغانستان لپاره لګوي پېل کړ نوموړي وويل
د کرنې ریاست او خصوصي سکتور پر مټ په ننګرهار کې پنځه(۵) ملیونه او د څه باندې درې سوه زره میوه لرونکي بې میوې او ښکلایز بوټي روزل شوي او لګولو ته چمتو دي چې له دې جملې یې یوسلو یو اویا زره بوټي دکرنې ریاست اړوند دي .
هغه وویل د کرنې ریاست په روزنځایونو کې روزل شوي بوټي به د چمتو شوي طرزالعمل له مخې دولتي ادارو، سپیڅلواو عام المنفعه ځایونو دښیرازۍ او سرسبزۍ په موخه ورکول کیږي .
هغه وویل له خصوصي سکتور څخه یې هم هیله کړې چې د ونو دپلور لپاره مناسبه بیه په پام کې ونیسي چې ټول خلک یې د اخیستو توان ولري.
د ننګرهار د کرنۍ مرستیال ریس دغه راز له خلکو وغوښتل چې په اړتیا وړ ځایونوکې بوټي کینوي او په پالنه او ساتنه کې یې هم فعاله ونډه واخلي .
تیر کال هم د ننګرهار کرنې ریاست خواوشاه دوه سوه زره بوټي ویشلي وو.
پخوا به د ننګرهار ولایت د خلکو اړتیا وړ میوه لرونکي بی میوې او ښکلایز بوټي تر ډیره له ګاونډي هیواد پاکستان څخه راوړل کیدل خو اوس دخصوصي سکتور له لورې په دې برخه کې دپام وړ پانګونې له امله له پاکستان نه د ونو بوټو دراوړلو مخه نیول شوې او په کور دننه دونو بوټو د تولید اړتیا پوره شویده.