په افغانستان کښې په رسانه اي تخلفاتو د غور د کمېشن تشکيل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i111918-په_افغانستان_کښې_په_رسانه_اي_تخلفاتو_د_غور_د_کمېشن_تشکيل
د طالبانو د موقته حکومت وياند په افغانستان کښې په رسانه اي تخلفاتو د غور کولو د کمېشن بيا تشکيلېدو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 02, 2022 12:24 Asia/Kabul
  • په افغانستان کښې په رسانه اي تخلفاتو د غور د کمېشن تشکيل

د طالبانو د موقته حکومت وياند په افغانستان کښې په رسانه اي تخلفاتو د غور کولو د کمېشن بيا تشکيلېدو خبر ورکړ.

د افغان آوا د رپوټ له مخې د طالبانو د موقته حکومت وياند ذبيح ا... مجاهد په يوې غونډه کښې چې د خبريالانو د تحفظ د کمېټۍ په نوښت سره جوړه شوه وويل: رسنې د ملت غږ د چارواکو غوږو ته رسوي نو په همدې وجه طالبان له رسنيو ملاتړ کوي.

مجاهد وويل، موننږ د رسنيو د مخکيني قانونو په لوستلو سره په نوي نظرونو سره د رسنيو په تخلفاتو باندې د غور کولو د کمېشن بيا جوړولو په لټه کښې يوو او باوري يوو چې پکار دے په خپلو مطالبو کښې ملي ګټې، اسلامي ارزښتونه او ملي وحدت په نظر کښې ونيسي.

د ذبيح ا... مجاهد دغه څرګندونې په داسې حال کښې مطرح کيږيچې دوه ورځې مخکې په کابل کښې د آريا نيوز دوه خبريالان د طالبانو د استخباراتي ادارې لخوا ونيول شول.  د دغو کسانو نيول کېدل له يو لړ اعتراضونو سره مخامخ شول. يوناما او د عفوې نړيوالې ادارې هم په افغانستان کښې د رسنيو د خاوندانو د آزادۍ غوښتنه وکړه.