په افغانستان کې د الکترونیکی تذکرو د وېش بهیر پیل شوې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i111936-په_افغانستان_کې_د_الکترونیکی_تذکرو_د_وېش_بهیر_پیل_شوې
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د احصایي ادارې وایي چي د تذکرو د وېشلو د بهیر له پېلېدو سره سم، هره ورځ ۱۷ زره کسانو ته الکترونیکي پېژندپاڼې وېشل کیږي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 03, 2022 11:32 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې د الکترونیکی تذکرو د وېش بهیر پیل شوې

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د احصایي ادارې وایي چي د تذکرو د وېشلو د بهیر له پېلېدو سره سم، هره ورځ ۱۷ زره کسانو ته الکترونیکي پېژندپاڼې وېشل کیږي.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د احصایې اداره وایي چې د دې ولایت په ګڼو ولایتونو کې د الکترونیکي پېژندپاڼو د وېش لړۍ روانه ده او هره ورځ له ۱۶ تر ۱۷ زره پورې کسانو ته پېژندپاڼې وېشل کېږي.

د یادې ادارې د چارواکو مسیر ته ویلي چي د الکترونیکي پېژندپاڼو د وېش دفترونه دمګړی د افغانستان په شلو ولایتونو کې فعال دي او هغه کسان چې غواړي الکترونیکي پېژندپاڼې ترلاسه کړي یادو مرکزونو ته مراجعه کولی شي.