بغلان کې د سکرو کان د لوېدو له امله کسان وژل شوي
Feb 03, 2022 11:34 Asia/Kabul
بغلان کې د ډبرو سکرو کان د ړنګېدو له امله لس کسان وژل شوي دي.
د راپورونو له مخې دغه پېښه د بغلان په نهرین ولسوالۍ کې شوې ده. سرچینې وايي چې تېره ورځ سهار مهال د نهرین ولسوالۍ اړوند چنارک د سکرو کان رالوېدلی چې په پېښه کې لس کسه کارګر وژل شوي دي.
بلخوا د بغلان ځايي چارواکي هم پېشه تاییدوي خو د مرګ ژوبلې د کره شمېرې په اړه څه نه وايي.
د افغانستان په ډېرو سیمو کې کانونه په غیر معیاري او دودیزه توګه کېندل کیږي چې وخت ناوخت د ورته خونړیو پېښو لامل ګرځي.
ټیګونه