د افغانستان د خلګو د حالاتو په وړاندې د طالبانو مقاومت
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i111940-د_افغانستان_د_خلګو_د_حالاتو_په_وړاندې_د_طالبانو_مقاومت
طالبان اکثره د افغانستان د خلګو د ناوړه حالاتو په اړه راپورونه ردوي، او نه دي تیار چي په افغانستان باندې تر خپلي واکمنۍ وروسته د ټولنې حقیقتونه ومني.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 03, 2022 12:15 Asia/Kabul
  • د افغانستان د خلګو د حالاتو په وړاندې د طالبانو مقاومت

طالبان اکثره د افغانستان د خلګو د ناوړه حالاتو په اړه راپورونه ردوي، او نه دي تیار چي په افغانستان باندې تر خپلي واکمنۍ وروسته د ټولنې حقیقتونه ومني.

په افغانستان کې د ژمي د موسم په رارسېدو سره  بیا هم کسب او کار چنداني رونق نه دی موندلی او خلګ د ډالرو په وړاندې د افغانیو د ارزښت راکمېدا، د امریکې له لوري د افغانستان د شتمنیو کنګلېدا او د دولتي مامورینو د معاشاتو نه ورکړه په دغه هیواد کې د ګرانیو له عواملو بولي.

که څه هم په افغانستان باندې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د جګړې تلفات ختم شوي او نسبي امنیت په دغه هیواد کې ټینګ شوی دی، لیکن اقتصادي ستونزې اوس هم د افغانستان خلګ رنځوي تر دې حده چی حتی د پلازمیني کابل خلګ هم د خپلو نسونو په مړولو لالهانده دي.

که څه هم د طالبانو له نظره د ځینو لوېدیځو اداراتو او رسنیو راپورونه کېدایشي غرضي وي، لیکن طالبان په افغانستان کې د لوږې په اړه د خوړو د نړیوال پروګرام یا ډبلیو اف پي د مشر ډیوید بسیلي په خبرو سترګې نه شي بندولای ، هغه په دې باور دی چي په افغانستان کې ۲۳ میلیون کسان په کافي اندازه خوړو ته لاسرسی نه لري او د لوږي په درشل کې دي او کابو ۹ میلیون کسان بیا له سخت لوږي سره لاس په ګرېوان دي.

دا په دې معنا ده چي که طالبان وغواړي چي په افغانستان کې خپل واکمنۍ ته دوام ورکړي د ټول ګډونه حکومت د جوړېدو پرته بله چاره نه لري چي د افغانستان د خلګو غوښتنه هم بلل کیږي.

طالبان باید دغه حقیقت ومني چي د افغانستان اوسنۍ ټولنه له ۲۰ کلنو مخکې سره ډېر توپیر لري، طالبان د زیات شمېر کارونو په بندولو سره د ګڼ شمېر مېرمنو د بې روزګاره کېدو سبب شوې.

له دې نه علاوه د افغانستان ټولنه په تېرو دوو لسیزو کې د واک لېږد او ټاکنې تجروبه کړي دي که څه هم هغه په ډېره ابتدایي کچه وه خو د دې هیواد شخصیتونه او مشران  له ډیموکراتیکو  لارو چارو څخه د واک د لېږد په لور هڅولی و،

د افغانستان د چارو وتلی کارپوه پیر محمد ملازهي په دې اړه وایي: طالبان له دې نه پرته چي د افغانستان په ټولنه کې په تېرو دوو لسیزو کې رامینځ ته شوي تغییرات ومني ، بله چاره نه لري، چي دا خپله له نړیوالي ټولنې سره د افغانانو د ستونزو یوه مهمه برخه هوارولایشي.

که څه هم یو شمېر ګاونډي هیوادونه او مرستندویې ادارې افغانستان ته درملې او خوراکي توکي لیږي لیکن دغه مرستې د دې هیواد د خلګو د اړتیاو په وړاندې هیڅ نه دي او د درملو کمښت د افغانستان د خلګو په یوه اساسي اندېښنه بدله شوې ده، په دې خاطر طالبانو ته پکار دی چي د افغانستان د خلګو په ستونزو سترګې پټې نه کړي او حقیقت په خپلو سترګو کتلي حالاتو سره تفسیر کړي.

په هر صورت کې، طالبان واک ته په راستنېدو سره د بهرنیو لاسوهنو پرته د افغانستان د رغولو یو مهم فرصت تر لاسه کړی دی، خو دا په سیاسي ډګر کې د زورواکی او د دې هیواد د نورو قومیتونو لږکیو د نه لېدو په معنا نه ده،

طالبان په دغه هیواد کې د ملي وحدت د دولت په جوړلو سره کولایشي په خلګو کې هم خپلي رېښې ټینګي کړي او هم د دې هیواد د عنعناتو او رسومو پر اساس د ولسواکۍ یو نظام رامینځ ته کړي.