د افغانستان د سالنګ لويه لار بيا پرانېستل شوه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i111964-د_افغانستان_د_سالنګ_لويه_لار_بيا_پرانېستل_شوه
د افغانستان د پائتخت کابل په شمال کښې د سالنګ لويه لار چې د سختو واورو ورېدو له کبله د ګاډو موټرو مخې ته تړل شوې وه بيا پرانېستل شوه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 04, 2022 10:16 Asia/Kabul
  • د افغانستان د سالنګ لويه لار بيا پرانېستل شوه

د افغانستان د پائتخت کابل په شمال کښې د سالنګ لويه لار چې د سختو واورو ورېدو له کبله د ګاډو موټرو مخې ته تړل شوې وه بيا پرانېستل شوه.

د سالنګ لويه لار د افغانستان د شمال او جنوب ارتباطي پُل په وجه  د دغه هېواد د شمالي او جنوبي سيمو ترمېنځ د بار او مسافرو په وړلو راوړلو کښې ټاکونکے رول ادا کوي.

د افغان آوا د رپوټ له مخې د سالنګ د لوې لار د حفاظت او ساتنې مشر عبدا... عبېد وويل: د واورې لرې کولو د عملياتو له ختمېدو وروسته دغه لار له پرون مازيګر څخه دوباره له درنو بار وړونکو ګاډو نه بغېر د نورو هرډول لارو موټرو د تګ راتګ لپاره پرانېستل شوه.

شد.

د سالنګ مهمه ارتباطي لار چې څو ولايتونه له کابل او جنوب سره نښلوي هر کال د يخنۍ په موسم کښې د واورو ورېدو او سختو بادونو او طوفانونو په وجه د لارو موټرو مخې تړل کيږي.