د افغانستان د سالنګ لويه لار بيا پرانېستل شوه
د افغانستان د پائتخت کابل په شمال کښې د سالنګ لويه لار چې د سختو واورو ورېدو له کبله د ګاډو موټرو مخې ته تړل شوې وه بيا پرانېستل شوه.
د سالنګ لويه لار د افغانستان د شمال او جنوب ارتباطي پُل په وجه د دغه هېواد د شمالي او جنوبي سيمو ترمېنځ د بار او مسافرو په وړلو راوړلو کښې ټاکونکے رول ادا کوي.
د افغان آوا د رپوټ له مخې د سالنګ د لوې لار د حفاظت او ساتنې مشر عبدا... عبېد وويل: د واورې لرې کولو د عملياتو له ختمېدو وروسته دغه لار له پرون مازيګر څخه دوباره له درنو بار وړونکو ګاډو نه بغېر د نورو هرډول لارو موټرو د تګ راتګ لپاره پرانېستل شوه.
شد.
د سالنګ مهمه ارتباطي لار چې څو ولايتونه له کابل او جنوب سره نښلوي هر کال د يخنۍ په موسم کښې د واورو ورېدو او سختو بادونو او طوفانونو په وجه د لارو موټرو مخې تړل کيږي.