د طالبانو د حکومت په ضد نوې فوځي جبهه جوړه شوې
د «آوا» له راپور سره سم، په افغانستان کې د طالبانو د حکومت په ضد د «آزادۍ جبهې» تر عنوان لاندې یوه نوې فوځي ډلي خپل حضور اعلان کړ.
یاده جبهه په یوه وېډیو کې اعلان کړې چي د خبریالانو، مظاهره کوونکو او د مېرمنو د ځپل کېدو د امله یې د طالبانو په ضد پاڅون کړی دی، په وروستیو ورځو کې د افغانستان په ځینو ولایتونو منجمله کابل کې د ښځو د حقوقو یو شمېر فعالان نیول شوي دي.
د افغانستان د آزادۍ جبهې ویلي چي د «احمد مسعود» په مشری له مقاومت جبهې سره هیڅ تړاو نه لري، خو د دې جبهې د مشرتابه په هکله هیڅ ډول معلومات نه دي خپاره شوي.
دا په داسي حال کې دی چي په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته په ځینو سیمو کې تیت او پرک نښتې وشوې خو طالبانو اعلان وکړ چي په دغه هیواد کې امنیت ټینګ کړی او هیڅ یوې ډلې ته د حکومت په ضد د فعالیت اجازه نه ورکوي.
یوه اوونۍ مخکې د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی «ضمیر کابلوف» وویل چي ممکن په پسرلی کې د طالبانو او د مقاومت د جبهې تر مینځ سختي نښتې وشي.