ننګرهارکې پنځوس تنه داعش ډلې ته منصوب کسان طالبانو ته تسلیم شول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i112050-ننګرهارکې_پنځوس_تنه_داعش_ډلې_ته_منصوب_کسان_طالبانو_ته_تسلیم_شول
زمونږ خبریال وايي د ننګرهار ولایت د طالبانو د استخباراتو ریس ډاکتر بشیر وایي دغو پنځوس تنو د ننګرهار ولایت په اتو بېلابېلو ولسوالیو کې ددې پر خلاف کړنې تر سره کولې چې د یادو ولسوالیو د قومي مخورو او دیني عالمانو له غوښتنې وروسته په مشروط ډول د اسلامی امارت د زعیم د عفوې تر فرمان لاندې راغلل .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 06, 2022 12:43 Asia/Kabul
  • ننګرهارکې پنځوس تنه داعش ډلې ته منصوب کسان طالبانو ته تسلیم شول

زمونږ خبریال وايي د ننګرهار ولایت د طالبانو د استخباراتو ریس ډاکتر بشیر وایي دغو پنځوس تنو د ننګرهار ولایت په اتو بېلابېلو ولسوالیو کې ددې پر خلاف کړنې تر سره کولې چې د یادو ولسوالیو د قومي مخورو او دیني عالمانو له غوښتنې وروسته په مشروط ډول د اسلامی امارت د زعیم د عفوې تر فرمان لاندې راغلل .

ډاکتر بشیر وویل دغو کسانو ته دتیر په څير ځینې ځانګړې شرایط ایښودل شوي که له دغو شرایطو سرغړونه وکړي نو له خورا سخت چلند سره به مخ شي.

یو شمیر قومي مخورو هم پر تسلیم شویو کسانو غږ وکړ چې دوې ته ایښودل شویو شرایطو ته درناوی وکړي .

د دوې پر وینا که سرغړونه وکړي دوې به یې هم دقومي تړون له مخې کورونه وسوزوي او په خپلو سیمو کې به ورته داوسیدو اجازه ورنکړي.

 د تسلیم شویو کسانو په استازیتوب څو تنو وویل نور نه غواړي د طالبانو پر وړاندې ودریږي.

 د ننګرهار ولایت د طالبانو د استخباراتو ریاست د چارواکو د معلوماتو تر مخې واک ته دطالبانو تر رسیدو راهیسې په ننګرهار ولایت کې خواوشاه پنځه سوه تنه داعش ډلې ته منصوب کسان دوې ته تسلیم شویدي.