بدخشان ولایت کښې چاودنه شوې ده
Feb 08, 2022 09:08 Asia/Kabul
د افغانستان د بدخشان ولایت په مرکز فیض آباد ښار کښې د څلورمې امنیتي حوزې په قومندان باندې حملې شوې ده
په بدخشان ولایت کښې ځايي سرچینو آوا خبري آژانس ته ویلي چې تیر ماښام د دغه ولایت د مرکز فیض آباد د څلورمې امنیتي حوزې د قومندان قاري ابوبکر په لاره کښې یو بم وچاودیده خو په دغې پيښې کښې څوک مړه شوي نه دي.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور د ادارې مشر معز الدین احمدي هم وویل چې بیګا ماښام د فیض آباد په نوي ښار کښې یو بم وچاودیده خو د سر او مال تاوان یې نه درلود.
په افغانستان باندې د طالبانو له واکمنیدو د کابو شپږو میاشتو له تیریدو سره سره د دغه هیواد په مختلفو سیمو کښې لاهم امنیتي پیښې رامینځته کیږي.
ټیګونه