د افغانستان پخواني خارجه وزیر امریکا د هیواد دوست ونه بلله .
زمونږ خبریال وايي د افغانستان د پخوانیو چارو وزیر رنګین دادفر سپنتا د امریکا لخوا د افغانستان د شتمنیو کنګل کیدا ته په غبرګون کښې په یوه(۱) ټویټ پیغام کښې د واشنګټن په متحد او دوست بللو پښیماني څرګنده کړه .
رنګین داد فر سپنتا نن وویل په دې خبره چې کله نه کله مو د امریکا حکومت د افغانستان دوست او متحد وباله د افغانستان د خلکو او د تاریخ په مقابل کښې د ګناه احساس کوم .
د افغانستان د امنیت شورا پخواني سلاکار سپنتا د امریکا د ولسمشر جوبایډن لخوا د افغانستان د شتمنیو کنګل کیدا ته په اشارې سره وویل جوبایډن هیڅکله د افغانستان دوست نه و او همدا اوس افغانان مجبوره دي چې د امریکا د ناسمو سیاستونو تاوان ورکړي .
هغه وویل د القاعده ترهګرې ډلې مشر اسامه بن لادن د امریکا پراخ ملاتړ درلود .
د افغانستان پخواني خارجه وزیر رنګین دادفر سپنتا وویل امریکا له ترهګرۍ سره د مبارزې په نوم په تیرو شلو (۲۰) کلونو کښې جنګ ته دوام ورکړ چې له کبله یې په زرګونو ښځې ، ماشومان او ملکي وګړي وژل شوي دي .
سپنتا چې د امریکا له چارواکو سره نږدې اړیکې لري وویل مونږ فکر کاوه چې په افغانستان کښې د امریکا جنګ له ترهګرۍ سره مبارزه ده خو امریکا په شپږدیرش (۳۶) میلیارډه ډالرو سره د پاکستان ملاتړ وکړ په داسې حال کښې چې د القاعده ډلې مشر اسامه بن لادن په پاکستان کښې وسید .