طالب چارواکے: د افغانستان اساسي قانون نه دے لغو شوے
Feb 14, 2022 02:48 Asia/Kabul
په افغانستان کښې د طالبانو د موقته حکومت د اساسي قانون په تطبيق باندې د څارونکي کمېشن سرپرست د دغه قانون د نه لغو کېدو خبر ورکړ.
د افغانستان اساسي قانون په دغه هېواد کښې ترټولو لوړ حقوقي سند دے. دغه قانون ۱۲ بابه او ۱۶۲ مادې لري.
د افغان آوا خبري آژانس د رپوټ له مخې سيد ابوبکر متقي پرون ويل، د افغانستان اساسي قانون نه دے لغو شوے او د هغه د لغو کولو صلاحيت لويه جرګه لري.
سيد ابوبکر متقي زياته کړه د افغانستان د اساسي قانون د لغو کولو صلاحيت يوازې هغه اداره لري چې دا قانون يې برابر کړےدے.
د افغانستان د اساسي قانون د څېړنې او تصويب کار په 1382 هجري نمريز کال کښې په لويه جرګه کښې ترسره شو.
په دغه قانون کښې ډېموکرېسۍ، انفرادي او اجتماعي حقوقو او انتخاباتو ته پاملرنه شوې ده.
ټیګونه