افغان صنعتکارانو ته به د اړتیا په کچه برېښنا ورکړې شي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i112220-افغان_صنعتکارانو_ته_به_د_اړتیا_په_کچه_برېښنا_ورکړې_شي
د طالبانو د موقته حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د اقتصادي کمېشن نوبتي غونډه ترسره شوه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 14, 2022 04:26 Asia/Kabul
  • افغان صنعتکارانو ته به د اړتیا په کچه برېښنا ورکړې شي

د طالبانو د موقته حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د اقتصادي کمېشن نوبتي غونډه ترسره شوه.

د اقتصادي مرستیال په ټوېټرپاڼه لیکل شوي چې په ترسره شوې ناسته کښې په بېلابېلو اقتصادي مسایلو او حل لارو بحثونه وشول.

په دې ناسته کښې ملابرادر اخوند لارښؤنه کړې چې صنعتکارانو ته باید د اړتیا په کچه د افغانستان برېښنا شرکت له لوري برېښنا ورکړې شي.

تر دې وړاندې صنعتکارانو د برېښنا د نيشتوالي په تړاو شکایت کړے و او په دې برخه کښې یې د طالبانو د حکومت د پاملرنې غوښتنه کړې وه.

د اقتصادي کمېشن په تېره ناسته کښې هم سوداګرو ته د نورو استانتیاو په رامنځته کېدو او اړوندو مسائلو بحث شوے و.