د طالبانو د خارجه وزارت سرپرست په مشرۍ پلاوے قطر ته لاړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i112222-د_طالبانو_د_خارجه_وزارت_سرپرست_په_مشرۍ_پلاوے_قطر_ته_لاړ
د طالبانو د موقته حکومت د بهرنیو چارو وزارت د دغه وزارت د سرپرست وزیر امیرخان متقي په مشرۍ قطر هېواد ته د یو پلاوي د تلو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 14, 2022 04:34 Asia/Kabul
  • د طالبانو د خارجه وزارت سرپرست په مشرۍ پلاوے قطر ته لاړ

د طالبانو د موقته حکومت د بهرنیو چارو وزارت د دغه وزارت د سرپرست وزیر امیرخان متقي په مشرۍ قطر هېواد ته د یو پلاوي د تلو خبر ورکړ.

د دغه وزارت د ویاند عبدالقهار بلخي په ټوېټرپاڼه کښې لیکل شوي چې دغه پلاوے به د فارس خلیج د  هېوادونو، اروپایي ټولنې له استازيو، دیني عالمانو له ټولنو او له هغو ډیپلوماټیکو څانګو سره چې د کابل په ځای یې قطر هېواد د خپل فعالیت لپاره ټاکلی، پر مهمو مسائلو بحثونه وکړي.

د دغه سفر نور جزیات نه دي شریک شوي.

د طالبانو بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان تر دې وړاندې په اوسلو کښې د اروپایي ټولنې او امریکې له استازو سره په دریو ورځینو خبرو اترو کښې په بېلابېلو مسائلو بحثونه وکړل.

‏په ترسره شوو خبرو کښې په اقتصادي، بشري مرستو، امنيت، د مرکزي بېنک په فعاليت، روغتيا او اړوندو مسايېو خبر اترې وشوې.