په آمریکا کې د افغانستان سفارت بندیږي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i112238-په_آمریکا_کې_د_افغانستان_سفارت_بندیږي
د امریکا دولت په واشنګټن کې د افغانستان د سفارت بانکي حسابونه بند کړي او افغان دیپلوماټان د ایستلو له ګواښ سره مخ دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 14, 2022 10:03 Asia/Kabul
  • په آمریکا کې د افغانستان سفارت بندیږي

د امریکا دولت په واشنګټن کې د افغانستان د سفارت بانکي حسابونه بند کړي او افغان دیپلوماټان د ایستلو له ګواښ سره مخ دي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي چې په واشنګټن کې د افغان سفارت د کار کوونکو بانکي حسابونه تړل شوي او مالي امکاناتو ته لاسرسي نه لري.

د دې راپور سره سم،  د افغانستان د سفارت چارې هم ټکنی شوې دي او ځینو ديپلوماتانو په امریکا کې د پنا غوښتنه کړې ده خو امریکا مثبت ځواب نه دی ورکړی او کېدایشي هغوی له امریکې څخه وایستل شي او د افغانستان سفارت بند شي.

وروسته له هغه چې په کابل کې پخوانی نظام سقوط شو په ډېری هېوادونو کې ديپلوماتیکې استازولۍ له ستونزو سره مخ شوې.