د کابل خلکو د امریکا د ولسمشر پرضد مظاهرې وکړې
صدای افغان خبري اژانس وايي د افغانستان د پلازمینې کابل خلکو نن د امریکا د ولسمشر جوبایډن د فیصلې پرضد مظاهرې وکړې .
د کابل خلک وايي چې د امریکا حکومت د افغانستان د خلکو د شتمنیو د غلا کولو پرځاې باید د دغه هیواد خلکو ته ګرمه ورکړي .
د کابل مظاهره چیانو د افغانستان د مرکزي بانک د شتمنیو کنګل کول د دغه هیواد له خلکو سره دښمني وبلله .
د کابل خلکو له ځانو سره داسې بینرونه لیږدول چې ورباندې لیکل شوي وو جوبایډن د افغانستان له خلکو سره دښمني بند کړه او د سپتمبر د یولسمې (۱۱) نیټې پیښه د افغانستان له ملت سره هیڅ ارتباط نلري .
د کابل ښاریزو وویل امریکا او د هغې متحدان باید د افغانستان د خلکو د شتمنیو د غلا کولو پرځاې د افغانستان د زرګونو خلکو د وژلې او د تباهیو ګرمه ورکړي .
د افغانستان پخواني ولسمشر کرزي هم څو ورځې مخکې د کابل د مرکزي بانک د شتمنیو کنګل کول د افغانستان له خلکو سره ظلم وباله او د امریکا په ولسمشر جوبایډن یې غږ وکړ چې په خپلې فیصلې کښې بیا کتنه وکړي .
امریکا له شل (۲۰)کاله نیواک او د افغانستان د بیخ بنایانو له تباه کولو وروسته تیرکال په ډيرې بې شرمۍ او ذلت څخه له افغانستان څخه وتښتیدله .