په افغانستان تیري کونکي هیوادونه باید درس واخلي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i112292-په_افغانستان_تیري_کونکي_هیوادونه_باید_درس_واخلي
زمونږ خبریال وايي طالبانو له افغانستانه د تیریګرو پوځیانو د وتلو د کلیزې په مناسبت په تیریګرو غږ وکړ چې په دغه هیواد کښې د پوځي لاسوهنې له تاریخ څخه درس واخلي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 15, 2022 11:02 Asia/Kabul
  • په افغانستان تیري کونکي هیوادونه باید درس واخلي

زمونږ خبریال وايي طالبانو له افغانستانه د تیریګرو پوځیانو د وتلو د کلیزې په مناسبت په تیریګرو غږ وکړ چې په دغه هیواد کښې د پوځي لاسوهنې له تاریخ څخه درس واخلي .

د افغانستان د طالبانو موقته حکومت نن له خپل هیواده د شوروي د سره پوځ د عسکرو د ایستلو د کلیزې په مناسبت په یوې خبرپاڼه کښې ټینګار وکړ د افغانستان خلک په تیرو سلو کلونو کښې درې ځله ازمویل شوي دي او هغوې د خپل هیواد ازادۍ او خپلواکۍ بیرته ترلاسه کړي ده او د هغې ساتنه کوي .

دغه خبرپاڼه وايي افغانستان همدا اوس د دریم ځل لپاره له نیواک څخه ازاد شوی او معنا یې دا ده چې په افغانانو کښې د ازادۍ غوښتنې احساس همغه راز قدرتمن دی او هغوې د خپل هیواد او د دین د دفاع لپاره قوي اراده لري .

طالبانو وویل هیله من یوو چې تیریګرو هیوادونو د وورستې پیړۍ له یرغلونو زیات درسونه ترلاسه کړي وي او د افغانستان له ملت او هیواد سره له دښمنۍ لاس واخلي .

په براون پوهنتون کښې د واټسن د عمومي او د نړیوالو چارو موسسې په افغانستان کښې د امریکا د جنګ لګښت د ۲۰۰۱ میلادي کال له مني څخه د تیر میلادي کال تر اګست میاشتې پورې دوه اعشاریه شپږویشت ټریلیونه ټاکلی دی .