افغانستان د ځلمیانو په فوټسال سیالیو کښې تاجکستان ته ماتې ورکړه
Feb 16, 2022 01:49 Asia/Kabul
د افغانستان د فوټسال ۱۹ کلنې ملي لوبډلې پرون د فوتسال د منځنۍ اسیا په سیالیو کې د تاجکستان لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د افغانستان د فوټسال ۱۹ کلنې ملي لوبډلې پرون د فوتسال د منځنۍ اسیا په سیالیو کې د تاجکستان لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون مرستیال احمدجان ځدران وایي: د افغانستان فوټسال ملي لوبډله د تاجکستان له لوبډلې سره مخ شوه چې افغان لوبډلې پنځه پر یو ماته ورکړه.
د نوموړي په خبره، افغان ۱۹ کلنه لوبډله به په راتلونکو سیالیو کې هم ښه وځلېږي.
په یادو سیالیو کې د افغانستان په ګډون ایران، تاجکستان، ازبکستان او د کوربه هېواد قرغیزستان د فوټسال ملي لوبډلې ګډون لري.
ټیګونه