طالبان د اروپائي اتحادئې پشمول له درستو سره ښې اړیکې غواړي
په قطر کې له اروپائي پلاوي سره د دطالب پلاوی لیدۀکاتۀ په داسې حال کې ترسره شوي چې له دې مخکې دطالبانو یو بلاوی ناروې ته هم په سفر تللی او د اروپائي اتحادئې له استازو سره ئې لیده کاته کړي وو .
ایرناخبری آژانس راپور راکړ، په افغانستان کې د طالبانو دموقته حکومت بهرني سیاست د یوې اعلامیې په خپرولو سره وئيلي دي ،د قطر په دوحې کې د اروپائي اتحادئې له استازو سره د طالبانو دپلاوي په خبرو اترو کې په افغانستان کې دبشري حقوقو ،روغتیائي او تعلیمي چارو او دغه راز نورو ضرورتونو په باب خبرې اترې شوی دي .
قطر او پاکستان د په تیرو شپږو میاشتو کې د طالبانو دحکومت د ترټولومهموملاتړو په توګه ،د نړیوالې ټولنې له خوا ددغې ډلې د پيژندلو او د اړیکو د پياوړتیا په موخې سره،په کرتو د طالبانو او نورو بهرنیو پلاؤ ترمینځ دخبرواترو کوربتوب کړی دی .
د افغانستان په چارو کې د اروپائي اتحادئې ځانګړي استازي توماس نکلسن هم په یوه ټويټ کې لیکلی دي ، داروپائي اتحادئې استازو په دوحې کې د طالبانو له پلاوي سره د بشری حقوقو ، دښځو اوانجونو د تعلیمي چارو ،د خپلو سرو نیونو او دغه رارز له افغانستان سره دمرستو د دوام پشمول په مهمو مسئلو خبرې اترې کړي دي .
د طالبانو اواروپائي استازو له لیدوکاتو مخکې د فارس خلیج د حوزې عربو هیوادونو سفیرانو هم له طالبانو سره په لیدوکاتو کې په افغانستان کې پرملي پخلاینې ، د میرمنو او بشری حقوقو پر رعایتولو ټينګار کړی دی .
په قطر کې له اروپائي پلاوي سره د دطالب پلاوی لیدۀکاتۀ په داسې حال کې ترسره شوي چې له دې مخکې دطالبانو یو بلاوی ناروې ته هم په سفر تللی او د اروپائي اتحادئې له استازو سره ئې لیده کاته کړي وو .