طالبان دافغانستان په پخواني پوځي قوماندانانو او پرسنلو پسې شوي دي
د افغانستان د بلخ شمالي ولایت د پخوانیو ځاي قوماندانانو او پرسنلو کورنیو د طالبان وله خوا د پخوانیو پوځيانو د نیولو د دوام خبر ورکړی.
په افغانستان د طالبانو له ولکې راهسې دطالب وګړو په لاس د پخواني حکومت په لسګونو ځاي قوماندانان او پوځيان ورک او وژل شوي دي .
زمونږخبریال د صداي افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ،دپخوانیو پوځي قوماندانانو او پرسنلو کورنئ په ویرې او وحشت سره وائي ، طالبان تر دې دمه د دوي کورونه څاري او د دوي دسړیو په نیولو پسې دي .
سره له دې چې طالبانو پر هیواد له ولکې وروسته د عامې بخښنې اعلان کړی ، خو په بلخ ولایت کې زیاتره پخواني پوځي قوماندانان او پرسنل له خپلو کورنیو پرته له افغانستانه وتلو ته ترجیح ورکوي ،څو خپل ژوند وژغوري .
په عین حال کې په بلخ ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو اوکلتور د ادارې مشر ذبیح ا.. نوراني د پخوانیو پوځیانو د کورنیو ادعاوې رد کړي او وئيلي ئې دي ، د طالبانو له خوا دنوموړو کورنیو ته هیڅ ډول ګواښ متوجه نه دی او دا یوازې چټي ادعاګانې او پروپيګنډې دي .