طالبان دافغانستان په پخواني پوځي قوماندانانو او پرسنلو پسې شوي دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i112316-طالبان_دافغانستان_په_پخواني_پوځي_قوماندانانو_او_پرسنلو_پسې_شوي_دي
د افغانستان د بلخ شمالي ولایت د پخوانیو ځاي قوماندانانو  او پرسنلو کورنیو  د طالبان وله خوا د پخوانیو پوځيانو د نیولو د دوام خبر ورکړی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 16, 2022 08:42 Asia/Kabul
  • طالبان دافغانستان په پخواني پوځي قوماندانانو او پرسنلو پسې شوي دي

د افغانستان د بلخ شمالي ولایت د پخوانیو ځاي قوماندانانو  او پرسنلو کورنیو  د طالبان وله خوا د پخوانیو پوځيانو د نیولو د دوام خبر ورکړی.

 

په افغانستان د طالبانو له ولکې راهسې دطالب وګړو په لاس د پخواني حکومت په لسګونو ځاي قوماندانان او پوځيان ورک او وژل شوي دي .

زمونږخبریال  د صداي افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ،دپخوانیو پوځي قوماندانانو او پرسنلو کورنئ په ویرې او وحشت سره  وائي ، طالبان تر دې دمه د دوي کورونه څاري  او د دوي دسړیو په نیولو پسې دي .

 سره له دې چې  طالبانو پر هیواد له ولکې وروسته د عامې بخښنې اعلان کړی ، خو په بلخ ولایت کې زیاتره پخواني پوځي قوماندانان او پرسنل له خپلو کورنیو پرته  له افغانستانه  وتلو ته ترجیح ورکوي ،څو خپل ژوند وژغوري .

په عین حال کې په بلخ ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو اوکلتور د ادارې مشر ذبیح ا.. نوراني د پخوانیو پوځیانو د کورنیو ادعاوې رد کړي او وئيلي ئې دي ،  د طالبانو له خوا دنوموړو کورنیو ته هیڅ ډول ګواښ متوجه نه دی او دا یوازې چټي ادعاګانې او پروپيګنډې دي .