متقي په دوحه کښې د اروپایي هېوادونو له سفیرانو سره کتلي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i112366-متقي_په_دوحه_کښې_د_اروپایي_هېوادونو_له_سفیرانو_سره_کتلي
قطر هېواد ته د طالبانو د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیرخان متقي په مشرۍ تللي پلاوي بیګا ناوخته په دوحه کښې د یوشمیر اروپایي هېوادونو له سفیرانو سره کتلي او پر ځینو مهمو مسایلو یې خبرې کړې دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 17, 2022 09:35 Asia/Kabul
  • متقي په دوحه کښې د اروپایي هېوادونو له سفیرانو سره کتلي

قطر هېواد ته د طالبانو د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیرخان متقي په مشرۍ تللي پلاوي بیګا ناوخته په دوحه کښې د یوشمیر اروپایي هېوادونو له سفیرانو سره کتلي او پر ځینو مهمو مسایلو یې خبرې کړې دي.

کلید خبري ګروپ لیکلي د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې په دې ناسته کې د ۱۶ اروپايي هېوادونو سفيرانو سره په بشري او اقتصادي وضعيت، بشري حقونو، بشري مرستو، سياسي اړيکو، تعليمي او اجتماعی چارو، د ښوونکو پر معاشونو او مثبتو بدلونونو خبرې شوې دي.

د خبرپاڼې له مخې، د غونډې ګډونوالو ژمنه کړې چې د افغان ولس هر اړخيزه ښه والي لپاره به ممکنه هڅې کوي.

له دې وړاندې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي په مشرۍ تللي پلاوي د اروپایي او خلیجي هېوادونو له استازو سره هم کتلي وو.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي په مشرۍ لوړ پوړي پلاوی دوه ورځې وړاندې د فارس خلیج د غاړې غرب هېوادونو، اروپايي ټولنې او له هغو دیپلوماتیکو استازو سره چې له قطره فعالیت کوي د خبرو په هدف دوحې ته تللی دی.