افغانستان کې د تاپي پروژې چارې په نزدې ورځو کښې پيليږي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i112370-افغانستان_کې_د_تاپي_پروژې_چارې_په_نزدې_ورځو_کښې_پيليږي
د طالبانو د هرات والي مولوي نور احمد اسلام جار ويلي، چې په افغانستان کې به د ټاپي پروژې چارې په نيږدې ورځو کې پيل شي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 17, 2022 09:46 Asia/Kabul
  • افغانستان کې د تاپي پروژې چارې په نزدې ورځو کښې پيليږي

د طالبانو د هرات والي مولوي نور احمد اسلام جار ويلي، چې په افغانستان کې به د ټاپي پروژې چارې په نيږدې ورځو کې پيل شي

د طالبانو د هرات والي مولوي نور احمد اسلام جار ويلي، چې په افغانستان کې به د ټاپي پروژې چارې په نيږدې ورځو کې پيل شي.

نوموړي ويلي، چې په دې اړه په هرات کې د ترکمنستان سر قونصل او دغه راز د ټاپي پروژې مسئول ورسره ليدلي او خبرې يې سره کړي دي.

د هرات والي ويلي چې تمه کيږي د يادې پروژې چارې په راتلونکي مارچ میاشت کې پیل  شې او ورسره به د دې ولايت د بریښنا ستونزه حل شي.

ويل شوي، چې د تاپي پروژې چارې به له هرات ولايت څخه د يو سل پنځوس کيلو مترو په اوږدوالي پيل کړل شي.