امریکا له یو بې وزله هېواده غلا او باجګیري کوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i112470-امریکا_له_یو_بې_وزله_هېواده_غلا_او_باجګیري_کوي
د افغانستان د پوهنتونو استادانو د یوې غونډې په ترڅ کې ویلي چې د سپټمبر پېښې ۱۱مې قربانیانو ته د افغانستان له مالي پانګې د پیسو تخصیص د یو فقیر هېواد له خلکو د باجګیري او غلا مانا لري.
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Feb 20, 2022 04:25 Asia/Kabul
  •  امریکا له یو بې وزله هېواده غلا او باجګیري کوي

د افغانستان د پوهنتونو استادانو د یوې غونډې په ترڅ کې ویلي چې د سپټمبر پېښې ۱۱مې قربانیانو ته د افغانستان له مالي پانګې د پیسو تخصیص د یو فقیر هېواد له خلکو د باجګیري او غلا مانا لري.

 د پوهنتونونو استادانو پرون د افغانستان د رسنیو مرکز کې یوې غونډې ته تر خبرو وروسته په خپل پرېکړه لیک کې، د افغانستان د مالي زېرمې په اړه د امریکې د ولسمشر جوبایډن پرېکړه ظالمانه، د ټولو اصولو خلاف او د افغانانو د سزا کولو په مانا بللې ده. دوی ویلي چې د سپټمبر ۱۱مې پېښه په افغانانو پورې هیڅ اړه نه لري او امریکا نباید د افغانانو پر حق خېټه واچوي. هغوی څرګنده کړې، د دې پر ځای چې امریکا په افغانستان کې په خپلو ظالمانه هوایي او ځمکنیو بریدونو کې وژل شویو افغانانو ته غرامت ورکړي په ډېرې سپین سترګۍ یې د افغانانو پیسې د بډایه امریکایانو لپاره ګرځولې دي. د یادونې ده چې د امریکا ولسمشر جوبایډن څو ورځې وړاندې د افغانستان له څه کم لس میلیارده ډالري مالي پانګې څخه ۳.۵ میلیارده یې د سپټمبر ۱۱مې پېښې قربانیانو باندې د وېشلو لپاره ځانګړې کړې دي چې د افغانانو په ګډون یې د یو شمېر نورو هېوادونو توند غبرګونونه راپارولي دي.