ننګرهار کښې په پراخه پیمانه وسله او مهمات ونیوې شول
د طالبانو د استخباراتو عمومي ریاست په ننګرهار کښې د زیاتې اندازې وسلو او مهماتو د نیول کیدو خبر ورکړ
له جلال آباده زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې دغه ریاست په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دننکرهار داستخباراتو ریاست ځانګړو ځواکونو په یو لړ عملیاتو کښې چې د دې ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کښې یې ترسره کړي، شپږ څلویښت میله ډول ډول وسلې او زیاته اندازه مهمات او چاودیدونکي توکي کشف او تر لاسه کړي دي.
د استخباراتو د عمومي ریاست په خبر پاڼه کې ویل شوي چې د دغو وسلو او مهماتو په تور څو تنه هم نیول شوي چې تر توقیف او پوښتنو ګرویګنو لاندې دي خو په خبرپاڼه کې د نیول شویو کسانو د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي.
دا په داسې حال کې ده چې د ننګرهار امنیه قوماندانۍ چارواکو هم په دې ولایت کې د په تېره یوه میاشت کې تر یو سلو پنځوسو زیاتو جنایي مجرمینو د نیول کیدو خبر ورکړی دی.