څه باندې یونیم سل مجرمان په ننګرهار کښې نیول شوي دي
په ننګرهارکې چارواکي وایي تر یو سل پنځوسو ډیر کسان یې د بېلابېلو جرمونو په تور نیولي دي
له جلال آباده زمونږ خبریال رپورټ راکوي چې د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر مولوي محمد طاهر مبارز په یوه خبري ناسته کې وویل: د امنیه قوماندانۍ اړوند امنیتي موظفینو په جلا ل اباد ښار او بېلابېلو ولسوالیو کې د عملیاتو پر مهال په بېلابېلو جرمونوککړ یو سل یو شپیته تنه نیولي دي .
مولوي مبارز وویل په نیول شویو کسانوکې قاتلین، د نشه یي توکیو پلورنکي، د جعلي اسنادو جوړونکي،غله، د دولتي ځمکو لاندې کوونکي او داسې نور شامل دي.
د ننګرهار امنیه قوماندانۍ دامنیت امر وویل چې له نیول شویو کسانو څخه نهه ویشت میله ډول ډول وسلې، زیاته اندازه نشه یی توکي او دوه عرادې موټر هم تر لاسه شویې دي.
مولوي مبارز زیاته کړه: د نیول شویو کسانو اړوند دوسیې به زر د وروستیو پریکړو له پاره عدلي او قضایي ارګانونو ته واستولې شي.
د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد او خواوشاه سیمو کې په دومره شمیر کې دجنایی پېښو مجرمین داسې مهال نیول کیږي چې په دې وروستیو کې په دې سیمو کې ترسره شوې جنایي پېښو ځایي خلک اندیښمن کړي او د طالبانو له حکومته له مدارکو او شواهدو سره نیولو شویو جنایي مجرمینو ته دسختې سزا ورکولو غوښتنه کوي .