په افغانستان کې  د امریکاضد لاریونونه هماغه راز دوام لري
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i112564-په_افغانستان_کې_د_امریکاضد_لاریونونه_هماغه_راز_دوام_لري
مظاهره چیانو همداراز په پایزي پریکړه لیک کې  له ملګروملتو هم غوښتي چې  امریکا  دې د افغانستان د شتمنیو آزادولو ته اړباسي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 22, 2022 02:03 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې  د امریکاضد لاریونونه هماغه راز دوام لري

مظاهره چیانو همداراز په پایزي پریکړه لیک کې  له ملګروملتو هم غوښتي چې  امریکا  دې د افغانستان د شتمنیو آزادولو ته اړباسي .

 د افغانستان د بامیان  په زرګونو خلکو  د امریکا په ضد په لاریون کولو سره  ددغه  هیواد د کنګل شوو شتمنیو د آزادولو غوښتنه کړې .

 تسنیم خبری اژانس راپورورکړ ،  افغانان چې  د نړیوالو  او انسان دوسته موسیسو په اعتراف  له لوږې او بې وځلۍ سخت کړیږي ،د دوي ژوند دکرونا پشمول ډول ډول خوریدونکي ناروغۍ  ګواښي ، په کرتو  ئې  په اعتراضونو او مظاهرو جوړولو سره د امریکایانو اولویدیځوالو له خوا دخپلو ملی شتمنیو دکنګل کیدا د ختمولو غوښته کړې ده .

په راپور کې وئيل شوي دي  ، دافغانستان دنورو ولایتونو په شان دبامیان ولایت په زرګونو خلکو هم پرون  مظاهره کړې او  پخپلو شعارونو کې ئې د امریکا  په وسیله د افغانستان د  شتمنیو مصادره  او کنګل کول ،  په دغه هیواد کې د بې وځلۍ او لوږې د بې مخینې پراخیدا زمنیه جوړونه بللې ده .

 دبامیانو دپرکوټو دټولنې  مسئول  او ددغو مظاهرو جوړونکي سید عبدالرزاق   دانش  د مظاهرې په وخت په یولړ څرګندونو کې ووئيل ،  ددغه ولایت اوسیدونکي په تیره بیا د  جنګونو دقربانیانو کورنۍ او  دپرکوټو ټولنه  د امریکا له حکومته غواړي ،  چې د افغانستان شتمنۍ دې زرترزره  آزادې کړي . هغه په ډاګه کړې و  دافغانستان د مصادره  شوو شتمنیو پسې د رامینځةشوي وضعیّت تر ټولو اصلی قربانیان خلک دي .

مظاهره چیانو همداراز په پایزي پریکړه لیک کې  له ملګروملتو هم غوښتي چې  امریکا  دې د افغانستان د شتمنیو آزادولو ته اړباسي .