په غزني کې د یوه دارالایتام دجوړولو دبنسټ ډبره کېښودل شوه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i112598-په_غزني_کې_د_یوه_دارالایتام_دجوړولو_دبنسټ_ډبره_کېښودل_شوه
زمونږخبریال راپور راکړی د افغانستان د غزني ولایت سیمه ایزچارواکي ددې ولایت د (اندړو) په ولسوالۍ کې د (۲۵) یتیمانو د زده کړې لپاره د یوه دارالایتام د ودانۍ د جوړولو خبر ورکوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 22, 2022 11:54 Asia/Kabul
  • په غزني کې د یوه دارالایتام دجوړولو دبنسټ ډبره کېښودل شوه

زمونږخبریال راپور راکړی د افغانستان د غزني ولایت سیمه ایزچارواکي ددې ولایت د (اندړو) په ولسوالۍ کې د (۲۵) یتیمانو د زده کړې لپاره د یوه دارالایتام د ودانۍ د جوړولو خبر ورکوي.

دا دارالایتام د ترکیې هیواد اړوند د (I.H.H)  مؤسیسې لخوا جوړیږي.

په ورته وخت کې د غزني د  ولایت مقام ویاند حافظ عمر وایي په یاد دارالایتام باندې (۲،۵) میلیونه امریکایی ډالر لګښت راځي او (۲۵) جریبه ځمکه ورته په نظر کې نیول شوې.

 عمر وایي چې دا کار ددې ولایت د والي مولوي محمد اسحاق اخندزاده په هڅو اوزیار ترسره شوی .

دا په داسې حال کې ده چې د پسرلي په رارسیدو سره دافغانستان په مختلفو سیمو کې د بیارغونې کارونه تر سترګو کیږي.