طالبانو په ادارو کښې د کارکونکو میرمنو لپاره قوانین اعلان کړل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i112612-طالبانو_په_ادارو_کښې_د_کارکونکو_میرمنو_لپاره_قوانین_اعلان_کړل
طالبان وايي کومې کارمندې ښځې چې شرعي حجاب او پرده نه کوي هغه به له کاره ایستل کیږي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 23, 2022 04:23 Asia/Kabul
  • طالبانو په ادارو کښې د کارکونکو میرمنو لپاره قوانین اعلان کړل

طالبان وايي کومې کارمندې ښځې چې شرعي حجاب او پرده نه کوي هغه به له کاره ایستل کیږي

د طالبانو د موقته حکومت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت چارواکو ویلي دي: کارمندې ښځې به له ستر او حجابه د ډډه کولو په بڼه کښې له کاره ګوښه کړې شي.

د دغه وزارت ویاند صادق عاکف مهاجر د ښځو د پردې په قوانینو پورې اړونده حکم، د عدلیې، انرجۍ او اوبو او د کلیو د بیارغونې وزارتخانو ته لیږلې ده.

هغه په دې هکله وویل: د طالبانو د پریکړې له مخې، نارینه کارکوونکي به هم ږیره پریدي او د جَمعې لمونځ به کوي.

هم داشان د ښځو او سړیو د کار دفترونه هم باید له یو بله جلا شي.