طالبانو د افغانستان پخوانيو حکومتي کارکونکو ته د کار بلنه ورکړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i112614-طالبانو_د_افغانستان_پخوانيو_حکومتي_کارکونکو_ته_د_کار_بلنه_ورکړه
د طالبانو حکومت د افغانستان د تیر حکومت کارکونکي بیا کار کولو ته بللي دي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 23, 2022 04:26 Asia/Kabul
  • طالبانو د افغانستان پخوانيو حکومتي کارکونکو ته د کار بلنه ورکړه

د طالبانو حکومت د افغانستان د تیر حکومت کارکونکي بیا کار کولو ته بللي دي

د طالبانو د ویاندوي مرستیال انعام الله سمنګاني یوځل بیا د افغانستان په تیر حکومت پورې اړونده کسان په هیواد باندې د دغې ډلې د واکمن لنډمهاله حکومت سره کار کولو ته راوبلل.

سمنګاني په یو ټویټ کښې ولیکل: کوم کسان چې مخالف نظرونه او باورونه لري او په نظام باندې هم نیوکه کوي خو په افغانستان کښې او د خپلو خلکو ترمینځ پاتې شوي دي، هغه زمونږ لپاره محترم دي.

دا په داسې حال کښې دي چې د طالبانو د کورنیو چارو د وزارت ویاند سعید خوستي هم له دې مخکې د پوځي او غیر پوځي په شمول د تیر حکومت کارکونکو ته، خپل کار ته د راستنیدو د بلن لیکونو د ورلیږلو خبر ورکړی و.