د ملګرو ملتو له استازې سره د طالب چارواکي کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i112630-د_ملګرو_ملتو_له_استازې_سره_د_طالب_چارواکي_کتنه
د طالبانو خارجه وزير امير خان متقي او د افغانستان په چارو کښې د ملګرو ملتو استازې د دغه هېواد د وروستيو حالاتو په باره کښې صلاح مشورې وکړې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 23, 2022 09:41 Asia/Kabul
  • د ملګرو ملتو له استازې سره د طالب چارواکي کتنه

د طالبانو خارجه وزير امير خان متقي او د افغانستان په چارو کښې د ملګرو ملتو استازې د دغه هېواد د وروستيو حالاتو په باره کښې صلاح مشورې وکړې.

د افغان آوا د رپوټ له مخې په افغانستان کښې د ملګرو ملتو د معاونت دفتر يوناما د ډيبورا لائينز او اميرخان متقي بېګانۍ کتنې په تائيدولو سره وويل: په دغه کتنه کښې دواړو لورو د افغان ښاريزو د حقوقو د ساتنې  او د دغه هېواد د اقتصادي مشکلاتو د هواري په زمينه کښې د نظر تبادله وکړه.

هغوي مدرسو ته د جينکو او هلکانو د ستنېدو لپاره د چمتوالو په اړه هم خبرې اترې وکړې.

دا په داسې حال کښې دي چې زياتره افغان وکړي له اقتصادي مشکلاتو سره مخامخ دي او د نړيوالې ټولنې لخوا بشردوستانه مرستو ته ضرورت لري.