د وسلوالو په حملې کې  اوۀ طالب ما موران وژل شوي دي 
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i112754-د_وسلوالو_په_حملې_کې_اوۀ_طالب_ما_موران_وژل_شوي_دي
د تیر اګست میاشتې په پنځلسمه نیټه په افغانستان کې د طالبانو په ولکې پسې په کرتو ترهه ګرو حملو د کابل پشمول زیاتره ښارونه د عامو خلکو په ونیو ککړ شوي چې دزیارتو جنایتونو پړه هم داعشي تکفیریانو په غاړه اخستې ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 26, 2022 09:12 Asia/Kabul
  • د وسلوالو په حملې کې  اوۀ طالب ما موران وژل شوي دي 

د تیر اګست میاشتې په پنځلسمه نیټه په افغانستان کې د طالبانو په ولکې پسې په کرتو ترهه ګرو حملو د کابل پشمول زیاتره ښارونه د عامو خلکو په ونیو ککړ شوي چې دزیارتو جنایتونو پړه هم داعشي تکفیریانو په غاړه اخستې ده .

زمونږخبریال د شفقنا خبری آژانس  له قوله راپور راکړ، دافغانستان په کاپیسا ولایت کې پرون د طالب مامورانو په یوه ګادي باندې په بمی چاودنې کې  اوه طالبان  وژل شوي دي .

د تیر اګست میاشتې په پنځلسمه نیټه په افغانستان کې د طالبانو په ولکې پسې په کرتو ترهه ګرو حملو د کابل پشمول زیاتره ښارونه د عامو خلکو په ونیو ککړ شوي چې دزیارتو جنایتونو پړه هم داعشي تکفیریانو په غاړه اخستې ده .

طالبانو په یوې خبرتیا ته دغه حمله غلچکۍ بللې او  وئيلي ئې دي  د جنایتکارو په ضد پلټنې پیل شوي دي .

له دې سره په یووخت وئیل شوي چې د بلخ ولایت په شولګره ولسوالۍ کې هم  طالبانو د یوه بازار په ویجاړولو سره  خلکو اعتراض کړی او سره نښتي دي،چې وئيل شوي دي ، په دغه اخ وډب کې یو شمیر کسانو  ته مرګ ژوبلې هم اوښتي دي . 

په بلخ ولایت کې د خلکو به وینا، د شولګرې طالب ولسوال   د دکاندارانو  او خلکو سره له غږملتیا پرته  او په ګواښلو او زور سره دکانونه په کنډوالو بدل کړي دي چې دغې چارې د ځای خلکو غوسه او کرکه راپارولې ده . 

له دې مخکې هم د طالبانو  په ورته اقدام د بلخاب ولسوالۍ  اوسیدونکو هم اعتراضونه کړي او چغې ئې پورته کړې وې .