د وسلوالو په حملې کې اوۀ طالب ما موران وژل شوي دي
د تیر اګست میاشتې په پنځلسمه نیټه په افغانستان کې د طالبانو په ولکې پسې په کرتو ترهه ګرو حملو د کابل پشمول زیاتره ښارونه د عامو خلکو په ونیو ککړ شوي چې دزیارتو جنایتونو پړه هم داعشي تکفیریانو په غاړه اخستې ده .
زمونږخبریال د شفقنا خبری آژانس له قوله راپور راکړ، دافغانستان په کاپیسا ولایت کې پرون د طالب مامورانو په یوه ګادي باندې په بمی چاودنې کې اوه طالبان وژل شوي دي .
د تیر اګست میاشتې په پنځلسمه نیټه په افغانستان کې د طالبانو په ولکې پسې په کرتو ترهه ګرو حملو د کابل پشمول زیاتره ښارونه د عامو خلکو په ونیو ککړ شوي چې دزیارتو جنایتونو پړه هم داعشي تکفیریانو په غاړه اخستې ده .
طالبانو په یوې خبرتیا ته دغه حمله غلچکۍ بللې او وئيلي ئې دي د جنایتکارو په ضد پلټنې پیل شوي دي .
له دې سره په یووخت وئیل شوي چې د بلخ ولایت په شولګره ولسوالۍ کې هم طالبانو د یوه بازار په ویجاړولو سره خلکو اعتراض کړی او سره نښتي دي،چې وئيل شوي دي ، په دغه اخ وډب کې یو شمیر کسانو ته مرګ ژوبلې هم اوښتي دي .
په بلخ ولایت کې د خلکو به وینا، د شولګرې طالب ولسوال د دکاندارانو او خلکو سره له غږملتیا پرته او په ګواښلو او زور سره دکانونه په کنډوالو بدل کړي دي چې دغې چارې د ځای خلکو غوسه او کرکه راپارولې ده .
له دې مخکې هم د طالبانو په ورته اقدام د بلخاب ولسوالۍ اوسیدونکو هم اعتراضونه کړي او چغې ئې پورته کړې وې .