د قطر موافقه د افغانستان د نیواک د ختمیدا سبب شوه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i112904-د_قطر_موافقه_د_افغانستان_د_نیواک_د_ختمیدا_سبب_شوه
ایرنا خبري اژانس وايي د طالبانو حکومت له امریکا سره د قطر د موافقې د دوهمې کلیزې په مناسبت دغه موافقه په افغانستان کښې د امریکا د نیواک د ختمیدا سبب او د هیواد د خلکو لپاره له ویاړ څخه ډکه ورځ وبلله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 01, 2022 13:03 Asia/Kabul
  • د قطر موافقه د افغانستان د نیواک د ختمیدا سبب شوه

ایرنا خبري اژانس وايي د طالبانو حکومت له امریکا سره د قطر د موافقې د دوهمې کلیزې په مناسبت دغه موافقه په افغانستان کښې د امریکا د نیواک د ختمیدا سبب او د هیواد د خلکو لپاره له ویاړ څخه ډکه ورځ وبلله .

طالبانو نن په یوې بیانیې کښې وویل د دوحې د موافقې په لاسلیک کیدا سره توانیدلي دي په افغانستان کښې د امریکا شل کلن نیواک پاې ته ورسوي .

د طالبانو د  حکومت د معدنونو د وزارت سرپرست  شهاب الدین دلاور په کابل کښې په همدې اړه مراسمو کښې وویل امریکا په افغانستان کښې د څو اډو د جوړولو غوښتونکي وه او ټینګار یې درلود که چیرې واشنګټن ته د اډې د جوړولو زمینه برابره نشي افغانستان به د سوریې له برخلیک سره مخامخ شي .

د طالبانو د حکومت د مشر مرستیال ملا عبدالغني برادر هم په دغو مراسمو کښې د افغانستان په خلکو غږ وکړ خارج ته له تلو څخه په ډډه کولو سره د هیواد په ابادونۍ کښې ونډه واخلئ .

د طالبانو یوه بل چارواکي مولوي عبدالسلام حنفي هم ټینګار وکړ چې د افغانستان له خاورې به دهیڅ هیواد پرضد استفاده ونشي .