امنیت شورا نن د افغانستان په هکله غونډه کوي
ټاکل شوې ده چې د ملګروملتو امنیت شورا نن (چهارشنبه) د افغانستان په اړه په ځانګړې غونډه کې د دې هیواد حالات وارزوي.
د ملګروملتو مرستندوی ماموریت (یوناما) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د افغانستان لپاره د ملګروملتو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبرا لاینز به د امنیت شورا غړیو ته د افغانستان په اړه خپل راپور وړاندې کړي.
په همدې حال کې ملګروملتو په افغانستان کې بشري وضعیت د اندېښنې وړ بللی او ویلي یې دي، هڅې روانې دي چې د افغانستان اقتصادي سیکټر پیاوړی شي او دې هیواد ته بشري مرستې جلب شي.
دا به په یوه میاشت (۴ اوونیو) کې د امنیت شورا دوهمه غونډه وي چې د افغانستان پر روانو حالاتو یې جوړوي.
تېره میاشت د ملګروملتو امنیت شورا د افغانستان د حالاتو د څېړلو په مهال د بشري بحران د سختېدو او د طالبانو له لوري د پخوانیو پوځیانو او ښځینه فعالانو پر نیولو اندېښنه ښوولې وه.
خو څرګنده نه ده چې په نننۍ غونډه کې به، چې له مخکې په پام کې نیول شوې وه، له افغانستان سره بشري مرستو ته د امنیت شورا د غړیو څومره پام واوړي ځکه چې پر اوکراین د روسیې د یرغل له کبله د هیوادونو ډېر پام له افغانستانه اوکراین ته اوړیدلی دی.