د طالبانو امنیتي ځواکونو یو ماشوم خوشی کړی
Mar 02, 2022 12:20 Asia/Kabul
زمونږخبریال وايي دننګرهار امنیه قوماندانۍ ویاند قاري عبدالصبور زابلي وايي
امنیتي ځواکونو د عبدالله په نوم یو کوچنی چې انسان تښتوونکو شپږ میاشتې وړاندې د کندوز ښار له شپږمې ناحیې تښتولې او په دې وروستیو کې یې جلال اباد ته رالیږدولی و په یو ځانګړي اقدام کې د جلال اباد ښار له په اتمه ناحیه کې د انسان تښتوونکو له منګولو راخوشې او دهغه کورنۍ ته وسپاره .
د ننګرهار امنیه قوماندانۍ ویاند د انسان تښتوونکو د برخلیک په اړه څه نه دي ویلي.
په دې وروستیو کې د افغانستان په بېلابېلو سیموکې د انسان تښتونې پېښې خورا زیاتې شویدي.
ټیګونه