د افغانستان طالبانو د نړیوالې ټولنې وړاندیز رد کړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i112956-د_افغانستان_طالبانو_د_نړیوالې_ټولنې_وړاندیز_رد_کړ
تسنیم خبري اژانس وايي د افغانستان د طالبانو موقته حکومت په دغه هیواد کښې د پراخ بنسټه حکومت د جوړولو لپاره د کسانو د مشارکت لپاره د نړیوالې ټولنې وړاندیز رد کړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 03, 2022 02:02 Asia/Kabul
  • د افغانستان طالبانو د نړیوالې ټولنې وړاندیز رد کړ

تسنیم خبري اژانس وايي د افغانستان د طالبانو موقته حکومت په دغه هیواد کښې د پراخ بنسټه حکومت د جوړولو لپاره د کسانو د مشارکت لپاره د نړیوالې ټولنې وړاندیز رد کړ .

د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت د معدنونو او د پیټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور پرون وویل نړیوالې ټولنې د هغه څه لپاره چې په افغانستان کښې د  پراخ بنسټه حکومت جوړول نوموي د پینځلسو کسانو یو فهرست چې د دغه هیواد څو خائن مشران چې له هیواده وتلي دي پکښې شامل دي وړاندی کړی دی .

هغه په واک کښې د دغو پینځلسو کسانو له شاملیدا سره د طالبانو په مخالفت د ټینګار په ترڅ کښې وویل په دوې کښې هیڅ کس په حکومت کښې نشي شاملیدلی .

په دغو پینځلسو کسانو کښې محمد محقق ، عطا محمد نور او عبدالرشید دوستم هم شامل دي .