دوه زره افغانان له اوکراین پولنډ ته اوښتي دی
Mar 03, 2022 08:31 Asia/Kabul
په ورسا کې د افغانستان سفارت له اکراین څخه پولنډ ته د دوو زرو افغان کډوالو د اوښتلو خبر ورکړی دی.
د مسیر له راپور سره سم، په پولنډ کې د افغانستان سفارت په تازه څرګندونو کې ویلي، چي شاوخوا ۲ زره افغانان چې په اوکراین کې هستوګن و، د جګړې د امله له دغه هېواده پولنډ راغلي دي.
د افغانستان سفارت د پولنډ د بهرنیو چارو له وزارت غوښتي چې له دغه افغانانو سره همکاري وکړي او یاد هېواد هم د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
افغان سفارت وایي دوی هڅه کوي چې راغلو افغانانو ته خوندي ځایونه برابر کړي او لومړنۍ مرستې ور ورسوي.
ټیګونه