په غزني ولایت کښی ۴ تنه دموټرو غلۀ ونيول شول
Mar 05, 2022 15:11 Asia/Kabul
د افغانستان د طالبانو دحکومت د غزني ولایت امنیتي چارواکي د ۴ تنو غلو له نیولو څخه خبر ورکوي .
د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت د دې ولایت دامنیې قومندانۍ ویاند سید اسحاق صالح وایي هغه څلور تنه غله یې نیولي چې له کابل نه یې (۲۰۰۴) کرولا ډوله موټر غلا کړے ؤ. نوموړے زیاتوي چې غلو وړومبې د موټر څښتن ته ځانونه سورلۍ معرفي کوي او وروسته یې موټر له ځان سره غزني ته راتښتوي چې له کابل نه د غزنی امنیتي ځواکونوته خبر ورکول کیږي او یاد غله نیول کیږي .
باید وویل شي چې تیره اونۍ هم په غزني کښې امنیتي ځواکونو دهغه غله د نیولو څخه خبر ورکړ چې یوه زرنج یې د غزنی مرکز اړوند د (توحیدآباد) په سیه کې پلورله .
ټیګونه