د افغانستان له خلکو سره د نړیوالې ټولنې نقدې مرستې دوام لري
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i113120-د_افغانستان_له_خلکو_سره_د_نړیوالې_ټولنې_نقدې_مرستې_دوام_لري
په افغانستان کښې د طالبانو د موقته حکومت مرکزي بانک د نړیوالې ټولنې له خوا د نورې ۳۲ میلیون ډالره مرستې د ترلاسه کیدو خبر ورکړی دی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 07, 2022 02:27 Asia/Kabul
  • د افغانستان له خلکو سره د نړیوالې ټولنې نقدې مرستې دوام لري

په افغانستان کښې د طالبانو د موقته حکومت مرکزي بانک د نړیوالې ټولنې له خوا د نورې ۳۲ میلیون ډالره مرستې د ترلاسه کیدو خبر ورکړی دی

د طالبانو د حکومت مرکزي بانک پرون په یوه خبرپاڼه کښې وویل چې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د انساني مرستو د بهیر په دوام کښې د ۳۲ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت د نقدو پیسو یوه جوپه کابل ته منتقله شوه او د افغانستان نړیوال بانک AIBته وسپارله شوه.

د نړیوالې ټولنې له خوا د افغانستان مرکزي بانک ته تراوسه ۵۴۴ میلیون ډالر مرسته ورکړې شوې ده.

دغه بانک د نړیوالې ټولنې د مرستو قدرونه کړې او د نړۍ له هیوادونو یې غوښتي دي چې د ضروري بانکي اسانتیاؤ په رامینځته کولو کښې د افغانستان مرسته او ملګرتیا وکړي.