افغانستان کې حالات ورځ تر بلي په خرابېدو دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i113166-افغانستان_کې_حالات_ورځ_تر_بلي_په_خرابېدو_دي
په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چي بودیجه یې په ختمېدو ده خو په دغه هیواد کې لا هم حالات ورځ تر بلي په خرابېدو او خلګ له لوږې سره لاس په ګریوان دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 08, 2022 02:38 Asia/Kabul
  • افغانستان کې حالات ورځ تر بلي په خرابېدو دي

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چي بودیجه یې په ختمېدو ده خو په دغه هیواد کې لا هم حالات ورځ تر بلي په خرابېدو او خلګ له لوږې سره لاس په ګریوان دي.

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د دوی پیسې په خلاصېدو دي، خو په دغه هیواد کې اقتصادي بحران ورځ تر بلي په زیاتېدو دی.

د خوړو د نړیوال پروګرام د بیړنیو چارو رییسې مارګوت فان ویلدین ویلي چي تقریباً هېڅ کورنۍ کافي خواړه نه لري او بشري اړتیاوې ممکن داسې حد ته ورسېږي چې د خوړو نړیوال پروګرام یې د برابرولو وس ونه لري.

ای ار سي یا د ژغورنې نړیوالې کمېټې هم د اندېښنې په ښودلو سره په یوه بیانیه کې ویلي، نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې د لوږې مخنیوي او د خلکو ژوند ژغورنې ته پام وکړي.