فضل هادي مسلمیار اماراتو ته ولاړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i113424-فضل_هادي_مسلمیار_اماراتو_ته_ولاړ
د افغانستان د مخکني نظام د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار نن متحده عربي اماراتو ته ولاړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 14, 2022 09:56 Asia/Kabul
  • فضل هادي مسلمیار اماراتو ته ولاړ

د افغانستان د مخکني نظام د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار نن متحده عربي اماراتو ته ولاړ.

د افغانستان د مخکني نظام د مشرانو جرګې مشر فضل هادی مسلمیار په داسي حال کې چي تر دې مخکې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د سرپرست وزیر له لوري په مالي فساد تورن شوی و، امارات ته ولاړی.

له تېرو نږدې اوو میاشتو له هېواده بهر د مسلمیار، د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او د تېر نظام د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدا... عبدا... پر سفر د طالبانو له لوري "پابندي" لګول شوې وه.

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، مسلمیار د مخکېني نظام لومړنی لوړپوړی چارواکی دی چې له افغانستان نه بهر سفر کوي.

مخکې له دې حامد کرزي ويلي و چي عبدا... عبدا... سره بهر ته د سفر لپاره له ستونزو سره مخامخ شوی دی.