له مَحرَمه بغېر د ښځو په سفر بنديزونه دې ختم کړې شي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i113452-له_مَحرَمه_بغېر_د_ښځو_په_سفر_بنديزونه_دې_ختم_کړې_شي
افغانستان ته د کډوالو په چارو کښې د ملګرو متلو د عالي کمېشنر د سفر په درشل کې د بشري حقوقو نړیوالې ادارې وويل، بهر ته د افغانانو او په تېره بيا بې محرمه د ښځو پر سفر بندیزونه باید لري شي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 15, 2022 02:07 Asia/Kabul
  • له مَحرَمه بغېر د ښځو په سفر بنديزونه دې ختم کړې شي

افغانستان ته د کډوالو په چارو کښې د ملګرو متلو د عالي کمېشنر د سفر په درشل کې د بشري حقوقو نړیوالې ادارې وويل، بهر ته د افغانانو او په تېره بيا بې محرمه د ښځو پر سفر بندیزونه باید لري شي.

د افغان آوا د رپوټ له مخې د بشري حقوقو د ښځو د برخې مشرې مېرمن هیدر بار پرون له فلیپو ګراندي څخه غوښتي چې د طالبانو لخوا بهر ته د افغانانوپه تګ  په تېره بيا له محرمه بغېر د ښځو په سفر د محدودیتونو لغول کول د خپل سفر په اجنډا کې ونیسي.

هغې زیاته کړه چې په طالبانو باید دباو راوړل شي چې ښځو ته اجازه ورکړي چې له دغه هیواد څخه د محرم پرته سفر وکړي. هغې په خپل ټویټر پاڼه لیکلي: "چې طالبان دې وهڅوي چې په ټولو هغو کسانو چې غواړي له دغه هیواد څخه ووزي محدودیتونه لرې کړي."

د بشري حقونو د ښځو برخې مسؤلې همدارنګه د پاسپورټ ریاست په عادلانه اقدام او د طالبانو لخوا د ګرځول شوو پاسپورټونو پر ستنېدو باندې هم تاکيدکړے دے.

طالبانو تر دې مخکې په دغه هیواد کښې د ښځو په سفر محدودیتونه لګولي وو او ویلي يې وو چې له محرمه بغېر ښځه یوازې هیڅ ځاے ته سفر نه شي کولې.