افغانان غواړي ، د نوروز لرغونوی جشن ولمانځي
د افغانستان ولس هرکال دنوروز اختر لمانځلی ، خو سږکال طالبانو ډلې قدرت ته په رسیدا سره ددغه دودیز لرغوني اختر د لمانځلو لپاره چمتووالی تر ډیره حده پيکه ښکاري .
زمونږخبریال دشفقنا خبری آژانس له قوله راپور راکړ، دافغانستان د امر باالمعروف او نهی از منکر د وزارت د اطلاعاتو د برخې شمر او ویندوي مولوي محمد صادق عاکف مهاجر په همدا وروستیو کې په یولړ څرګندونو کې د نوروز یا نوي لمریز کال د پیلیدا د دستورو په باب د طالبانو دنظر په هکله ووئيل ، د نوروز اختر مونږ سره اړونده نه دی او ضرورت نه ویني چې د نوروز جشن ولمانځي .
په دغه راپور کې وئيل شوي دي ، د نوي لمریز کال د رارسیدا په درشل کې د افغانستان زیاتره خلک د نوروز داختر د درنښت او لمانځنې غوښتونکي دي .دوي وائي د نوروز اختر یو کلتوري جشن دی او ددغې ورځې لمانځل د افغانستان د ولس یو ډير پخوانی دود دی .
د افغانستان ولس هرکال دنوروز اختر لمانځلی ، خو سږکال طالبانو ډلې قدرت ته په رسیدا سره ددغه دودیز لرغوني اختر د لمانځلو لپاره چمتووالی تر ډیره حده پيکه ښکاري .
ملګروملتو د ۲۰۱۰کال د فرورۍ په درویشتمه نیټه په هغه پریکړه لیک کې چې دایران داسلامی جمهوریت او د نوروز دحوزې دنورو یو شمیرهیوادونو په نوښت سره وړاندیز شوی ، د هرکال مارچ یویشتمه نیټه د نوروز نړیوالې ورځې په توګه نومولی او له هیوادونو ئې غوښتي دي ،چې په دې مناسبت دې د مختلفو دستورو په ترسره کولو سره دې درنښت وکړي او دود دې ئې کړي .