په کابل کې کتاب پلورونکي  هروخت د ګاهکانو په انتظار کې دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i113636-په_کابل_کې_کتاب_پلورونکي_هروخت_د_ګاهکانو_په_انتظار_کې_دي
 میاشتې میاشتې کیږي،چې د افغانستان په کابل کې  دکتاب پيرپلور بازار په پیکه کیدا سره   دکتابونو پلورنځایونه ، هماغه راز د ګاهکانو په انتظار کې دي او  کتاب اخستونکي  ترسترګو نه کیږي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 19, 2022 11:47 Asia/Kabul
  • په کابل کې کتاب پلورونکي  هروخت د ګاهکانو په انتظار کې دي

 میاشتې میاشتې کیږي،چې د افغانستان په کابل کې  دکتاب پيرپلور بازار په پیکه کیدا سره   دکتابونو پلورنځایونه ، هماغه راز د ګاهکانو په انتظار کې دي او  کتاب اخستونکي  ترسترګو نه کیږي .

 د افغانستان په کابل کې د کتابونو پلورنځایونه  ښه وضعیّت نه لري،دوي په داسې حال کې چې ځانونه په کمپلو کې رانغړي،څو په دغه سخت ژمي کې تر یوه حده ځانونه ګرم کړي ، سږکال ژمئ ئې په سختې یخنۍ کې  او د کتاب د پير پلور د بازار په ځوړتیا  کې تیر کړ.

 د کابل ښار یو شمیر کتاب خرڅونکو زمونږ له خبریال سره په خبرو کې وئيلي دي،د افغانستان ددرستو خلکو پر ژوند بد اقتصادي وضعیّت او د پیسو نشتوالی سیوری غوړولی دی او کتاب خرڅونکي  هم له دې قاعدې مستثنی  نه دي .

په کابل کې دومره لوي کتاب پلورونکي او خپرندويې شته دي چې اونۍ کیږي،تردې دمه ورته هیچا مراجعه نه ده کړې،او دمیلیونونو ډالرو کتابونه ئې  په الماریانو کې هماغه شان کیښودل شوي دي .

 په هرحال  په کابل ښار کې د کتابونو سترې خپروندوئې د راتلونکي په تمه دي څو د خلکو اقتصادي وضعیّت ښه شي او د کتاب بازار هم روڼتیا غوره کړي .

د پيسو نشتوالی ،بیروزګارۍ ، لوږې ، کډوالئ او نور ډير مشکلات د افغانستان  دخلکو لپاره د امریکا د وروستیو دوو لسیزو دجنګ سپیر میراثونه دي ، یو داسې میراث چې پر هرڅه ئې منفي اغیزې شیندلی دي .

 داپه داسې حال کې دي چې په دغه وضعیّت کې امریکا د افغانستان د خلکو څه دپاسه لس میلیارډ ډالري شتمنۍ په امریکا او لویدیځي هیوادونو کې کنګل کړي دي  چې د افغان ولس ستونزې او مشکلات ئې څو چنده زیات کړي دي .