په افغانستان کې تیرکال د نشه ایزوموادو دتولید ارزښت ۲میلیارډ۷لکه ډالره ؤ  
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i113668-په_افغانستان_کې_تیرکال_د_نشه_ایزوموادو_دتولید_ارزښت_۲میلیارډ۷لکه_ډالره_ؤ
په افغانستان کې د طالبانو دم وقته حکومت د مشر د ادارې مرستیال عبدالسلام حنفي په همداوروستیو کې پر اسلامی هیوادونو غږ کړیدی څو د کوکنارو په ځاي دې د بل فصل  دکښت لپاره له افغانستان سره مرسته وکړي.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Mar 20, 2022 10:04 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې تیرکال د نشه ایزوموادو دتولید ارزښت ۲میلیارډ۷لکه ډالره ؤ  

په افغانستان کې د طالبانو دم وقته حکومت د مشر د ادارې مرستیال عبدالسلام حنفي په همداوروستیو کې پر اسلامی هیوادونو غږ کړیدی څو د کوکنارو په ځاي دې د بل فصل  دکښت لپاره له افغانستان سره مرسته وکړي.

په افغانستان کې دبیا رغاونې په چارو کې دامریکا پلټونکي ادارې (سیګار) په دغه هیواد کې په تیر ۲۰۲۱کال کې  د نشه ایزو موادو د اومو تولید ارزښت   دوه میلیارډ اوه لکه ډالره  اعلان کړ .

په افغانستان کې د نشه ایزو توکو د تولید زیاتیدا  په دغه هیواد کې د امریکائي ترهه ګرو  پوځیانو د نیواکګرۍ یوه نتیجه ده . د امریکا ترهه ګر  پوځيان په نهایت کې  په افغانستان کې د نیواکګرۍ له شل کلن نیواک وروسته ،د اګست په وروستیو میاشتو کې په ذلت او بې شرمۍ سره  له دغه هیواده په غیر مسئولانه توګه ووتل .

زمونږ خبریال د شفقنا خبری آژانس له قوله راپور راکړ ، د افغانستان د بیارغاونې په چارو کې  دامریکا پلټونکي ادارې (سیګار)د ملګروملتو د نشه ایزو موادو او جرمونوددفتر د ترټولو وروستي راپور په استناد سره وئيلي دي ،په ۲۰۲۱کال کې په افغانستان کې د اپیمو دتولید اندازه د ۲۰۲۰کال د  شمیرنو په نسبت په اته فیصده زیاتوالي سره شپږزره  اته سوه ټنو ته رسیدلې ده .

په افغانستان کې د طالبانو دم وقته حکومت د مشر د ادارې مرستیال عبدالسلام حنفي په همداوروستیو کې پر اسلامی هیوادونو غږ کړیدی څو د کوکنارو په ځاي دې د بل فصل  دکښت لپاره له افغانستان سره مرسته وکړي.