په افغانستان کې تیرکال د نشه ایزوموادو دتولید ارزښت ۲میلیارډ۷لکه ډالره ؤ
په افغانستان کې د طالبانو دم وقته حکومت د مشر د ادارې مرستیال عبدالسلام حنفي په همداوروستیو کې پر اسلامی هیوادونو غږ کړیدی څو د کوکنارو په ځاي دې د بل فصل دکښت لپاره له افغانستان سره مرسته وکړي.
په افغانستان کې دبیا رغاونې په چارو کې دامریکا پلټونکي ادارې (سیګار) په دغه هیواد کې په تیر ۲۰۲۱کال کې د نشه ایزو موادو د اومو تولید ارزښت دوه میلیارډ اوه لکه ډالره اعلان کړ .
په افغانستان کې د نشه ایزو توکو د تولید زیاتیدا په دغه هیواد کې د امریکائي ترهه ګرو پوځیانو د نیواکګرۍ یوه نتیجه ده . د امریکا ترهه ګر پوځيان په نهایت کې په افغانستان کې د نیواکګرۍ له شل کلن نیواک وروسته ،د اګست په وروستیو میاشتو کې په ذلت او بې شرمۍ سره له دغه هیواده په غیر مسئولانه توګه ووتل .
زمونږ خبریال د شفقنا خبری آژانس له قوله راپور راکړ ، د افغانستان د بیارغاونې په چارو کې دامریکا پلټونکي ادارې (سیګار)د ملګروملتو د نشه ایزو موادو او جرمونوددفتر د ترټولو وروستي راپور په استناد سره وئيلي دي ،په ۲۰۲۱کال کې په افغانستان کې د اپیمو دتولید اندازه د ۲۰۲۰کال د شمیرنو په نسبت په اته فیصده زیاتوالي سره شپږزره اته سوه ټنو ته رسیدلې ده .
په افغانستان کې د طالبانو دم وقته حکومت د مشر د ادارې مرستیال عبدالسلام حنفي په همداوروستیو کې پر اسلامی هیوادونو غږ کړیدی څو د کوکنارو په ځاي دې د بل فصل دکښت لپاره له افغانستان سره مرسته وکړي.