د طالبانو د په رسمیّت پيژندنې فرصت برابر شوی دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i113860-د_طالبانو_د_په_رسمیّت_پيژندنې_فرصت_برابر_شوی_دی
کابلوف له طالب چارواکو سره په کتنې کې د افغانستان له واکمن لوري سره د ملګرتیا په ژمنې سره ټينګارکړی،چې ماسکو د طالبانو غوښتې او اړتیاوې پوره کولی شي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 25, 2022 10:09 Asia/Kabul
  • د طالبانو د په رسمیّت پيژندنې فرصت برابر شوی دی

کابلوف له طالب چارواکو سره په کتنې کې د افغانستان له واکمن لوري سره د ملګرتیا په ژمنې سره ټينګارکړی،چې ماسکو د طالبانو غوښتې او اړتیاوې پوره کولی شي .

په افغانستان کې د طالبانو د موقته حکومت د کورنیو چارو زویر  د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر له ځانګړی استازي سره په کتنې کې د طالبانو د په رسمیّت پيژندنې  او د دواړو هیوادونو دمشترکو ګټو  په لړ کې دملګرتیا غوښتنه وکړه .

 تسنیم خبری اژانس راپور ورکړ،د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي او د روسیې د دفاع ،کورنیو ،اقتصادي ، کرهڼيزو او دانرژۍ د چارو د وزارتونو له استازو د جوړ پلاوي  مشر ضمیر کابلوف د طالبانو د موقته حکومت  د کورنیو  چارو له وزیر سراج الدین حقاني سره کتنه وکړه .

 د طالبانو د کورنیو چارو د وزارت له خوا  د خپرې شوي اعلامیې په اساس ،کابلوف په دغې کتنې کې دافغانستان له واکمن لوري سره د ملګرتیا په ژمنې سره ټينګارکړی،چې ماسکو  د طالبانو غوښتې او اړتیاوې پوره کولی شي .

  سراج الدین حقاني هم  دافغانستان د سولې له بهیر سره د په رابطه کې دروسیې  دهلوځلو په قدرونې سره  ووئيل ،  مونږ  هغه درستوژمنوته چې مو کړې وې ، پابنده یوو او له افغانستان څخه  به ګاونډیو او نورو هیوادونو ته هیڅ ډول ګواښ متوجه نشي.

 د  طالبانو داخله وزیر  په دوام کې  له نشه ایزو موادو سره مبارزه ، د درستو هیوادونو دنده وبلله او ټينګار ئې وکړ ، چې دغه سپیره بلا  نه یوازې د افغانستان لپاره ، بلکې   ټولو هیوادونو ته یو ګواښ دی او  باید په دې زمینې کې  ګډه مبارزه وشي .  هغه د روسیې پلاوي ته په خطاب کې  ووئیل ،  اوس د طالبانو د په رسمیّت پيژندنې لپاره  بهرنیو هیوادونو لپاره داسې ښه فرصت برابر شوی دی څو د متقابلو اومشترکو ګټو په اساس کار وشي .

کابلوف  له دې مخکې  هم د طالبانو له خارجه وزیر  او دلومړي وزیر له اقتصادي مرستیال  سره   د سیاسی او اقتصادي اړیکو دپیاوړتیا په باب  خبرې اترې  کړې وې .