د طالبانو په کابینې کې اختلافات رابرسیره شوي
د طالبانو په کابینې کې دغه بدلون،د افغانستان په کندهار کې ددغې ډلې د چارواکو له دوه ورځنۍ ناستې وروسته شوی او ښئ چې د طالبانو ډلې دځينو غړو ترمینځ نښتې او زړه بدون هماغه راز دوام لري .
سکائي نیوز عربی چینل پخپل یوه وروستي راپور کې په افغانستان کې د انجونو د ښونځیو له پرانیستو څو شیبې وروسته دبیرته چټي کولو لپاره د طالبانو د فیصله، د طالبانو په دوو ډلو کې د اختلاف د زیاتیدا ښودنه بللې ده .
ددغه چینل په راپور کې وئيل شوي دي،له دغې پيښې وروسته طالبانو د ملاحسن اخوند په ځای چې وئيل کیږي ،ددغې ډلې یو سرزروی مشر دی ،د لومړزی ورات لپاره د ملاعبدالغني برادر منصوب شوی دی .
ددغه راپور په اساس طالبانو فیصله کړې ده ، څو سراج الدین حقاني چې د لومړي وزیر لومړی مرستیال هم دی ،د کورنیو چارو د سرپرست وزیر په توګه ئې وساتي .له بل پلوه د طالبانو د کابینې نور وزیران به د نوي وزیرانو د ټاکلو په سر تر نوي موافقې پورې پخپلو څوکیو باقي پاتې وي .
د طالبانو په کابینې کې دغه بدلون،د افغانستان په کندهار کې ددغې ډلې د چارواکو له دوه ورځنۍ ناستې وروسته شوی او ښئ چې د طالبانو ډلې دځينو غړو ترمینځ نښتې او زړه بدون هماغه راز دوام لري .
لومړۍ ډله،هغه دودیز محافظه کار دي چې پخپل وړاندې ئې دروازې بندې کړي دي او دوهمه ډله هم چې دوي هم محافظه کار دي،خو غواړي ، پر لویدیځ دروازې بندې کړي او له تیرو پيښو او تجروبو درس واخلي .
په واشنګټن کې دیره یو سیاسی شنادی زیاد سنګري په دې اړه وائي،دغه درست بدلونونه ، په افغانستان کې د معیشتي وضعیّت په تیره بیا د خطرناک اقتصادي بحران په باب د اغیزشیندونو او بوږنونکو راپورونو په اوج کې غوره شوي او ټاکل شوې ده ، ددغه هیواد له خلکو سره دمرستې لپاره یو نړیوال کنفرانس ترسره شي .