د طالبانو په کابینې کې اختلافات رابرسیره شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i113894-د_طالبانو_په_کابینې_کې_اختلافات_رابرسیره_شوي
 د طالبانو په کابینې کې دغه بدلون،د افغانستان په کندهار کې ددغې ډلې د چارواکو له دوه ورځنۍ ناستې وروسته شوی او ښئ چې د طالبانو ډلې دځينو غړو ترمینځ  نښتې او زړه بدون  هماغه راز دوام لري .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Mar 26, 2022 08:29 Asia/Kabul
  •   د طالبانو په کابینې کې اختلافات رابرسیره شوي

 د طالبانو په کابینې کې دغه بدلون،د افغانستان په کندهار کې ددغې ډلې د چارواکو له دوه ورځنۍ ناستې وروسته شوی او ښئ چې د طالبانو ډلې دځينو غړو ترمینځ  نښتې او زړه بدون  هماغه راز دوام لري .

سکائي نیوز عربی چینل پخپل یوه وروستي راپور کې په افغانستان کې د انجونو د ښونځیو له پرانیستو څو شیبې وروسته دبیرته چټي کولو لپاره د طالبانو د فیصله، د طالبانو په دوو ډلو کې  د اختلاف د زیاتیدا ښودنه بللې ده . 

 ددغه چینل په راپور کې وئيل شوي دي،له دغې پيښې وروسته طالبانو د ملاحسن اخوند په ځای  چې وئيل کیږي ،ددغې ډلې یو سرزروی مشر دی ،د لومړزی ورات لپاره د ملاعبدالغني برادر منصوب شوی دی .

 ددغه راپور په اساس  طالبانو فیصله کړې ده ، څو سراج الدین حقاني چې د لومړي وزیر لومړی مرستیال هم دی ،د کورنیو چارو د سرپرست وزیر په توګه ئې وساتي .له بل پلوه  د طالبانو د کابینې نور وزیران  به د نوي وزیرانو د ټاکلو په سر تر نوي موافقې پورې پخپلو څوکیو  باقي پاتې وي .

 د طالبانو په کابینې کې دغه بدلون،د افغانستان په کندهار کې ددغې ډلې د چارواکو له دوه ورځنۍ ناستې وروسته شوی او ښئ چې د طالبانو ډلې دځينو غړو ترمینځ  نښتې او زړه بدون  هماغه راز دوام لري .

لومړۍ ډله،هغه دودیز محافظه کار دي چې پخپل وړاندې ئې دروازې بندې کړي دي او دوهمه ډله هم چې دوي هم محافظه کار دي،خو غواړي ، پر لویدیځ دروازې بندې کړي او له تیرو پيښو او تجروبو درس واخلي .

په واشنګټن کې  دیره یو سیاسی شنادی زیاد سنګري په دې اړه وائي،دغه درست بدلونونه ، په افغانستان کې د معیشتي وضعیّت په تیره بیا د خطرناک اقتصادي بحران  په باب د اغیزشیندونو او بوږنونکو راپورونو  په اوج کې غوره شوي  او ټاکل شوې ده ، ددغه هیواد له خلکو سره دمرستې لپاره یو نړیوال کنفرانس ترسره شي .